داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- دوه پایه پلونو

ashraf_admin
اعلان داوطلبی

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو درنو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د کابل-کندهار لويې لارې اړوند د ميدان وردګ ولايت د دراني پُل او د ياد ولايت د پُل سرخ د ترميماتي پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
داوطلبان کولای شي، د شرطنامې سافټ کاپي او تخنيکي اسناد د ټولګټو وزارت د ساختماني چارو رياست له تدارکاتو آمريت څخه ترلاسه کړي، خپل سر تړلي آفرونه په شرطنامه کې د درج شويو اصولو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق د خبرتيا د نشر له نېټې څخه تر (۱۴۰۳/۱۲/۰۴) – سهار (۱۰:۰۰) بجې د ټولګټو وزارت تدارکاتو رياست ته، چې د ملالۍ واټ، پخواني کورنيو چارو وزارت سړک، د معلوماتو او ملي احصايې ادارې ترڅنګ واقع دی؛ وسپاري.
ناوخته رسيدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د دراني پُل د ترميماتي پروژې د آفر تضمين په بانکي ډول (۶۰،۰۰۰) - (شپيته زره) افغانۍ او د پُل سرخ د ترميماتي پروژې د آفر تضمين هم په بانکي ډول (۱۱۳،۰۰۰) – (يو سل او ديارلس زره) افغانۍ دی.
د آفرونو پرانيستلو غونډه به په (۰۵/۱۲/۱۴۰۳) نېټه سهار (۱۰:۰۰) بجې د ټولګټو وزارت د رياست دفتر د غونډو په تالار کې په دريم منزل کې ترسره شي.

...

11 میاشتې ۱ اونی ago

...

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۵:۴۷
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د کابل – جلال‌آباد پر لویه لار د درونټې له استحکامي پُل څخه د ګارډرېلونو د نصب پروژه

په همدې وسیله د ټولګټو وزارت د تدارکاتو اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکوي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅود کابل – جلال‌آباد پر لویه لار د درونټې له استحکامي پُل څخه د ګارډرېلونو د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۳:۵۱
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د هرات د روزنک سټېشن د مخابراتي سیستم د چمتو کولو تدارک او نصب پروژه

په همدې وسیله د ټولګټو وزارت ټولو ته خبر ورکوي؛ ترڅو د هرات د روزنک سټېشن د مخابراتي سیستم د چمتو کولو، تدارک او نصب پروژې قرارداد، چې د(MOPW/1405/G-27 /NCB) تشخصیه نمبر لرونکی دی، د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۳:۵۵
Background image

داوطلبۍ ته د بیا ځلې بلنې د ورکړې خبرتیا - د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست پخوانۍ اداري ودانۍ (۲ جریبه او ۴ بسوې) ځمکې د بیا ځلې اجارې ورکولو خبرتیا

ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې ټولګټو وزارت په پام کې لري؛ ترڅو د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست د پخوانۍ اداري ودانۍ  (۲ جریبه او ۴ بسوې) ځمکه، چې د بلخ دروازې په سیمه کې موقعیت . . .

Back to tenders