د ترستکو میدل‌ایست آلمانی شرکت په افغانستان کې د سړکونو رغونې په برخه کې د ۴۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت پانګونې ته ليوالتیا لري

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۱
د ترستکو میدل‌ایست آلمانی شرکت په افغانستان کې د سړکونو رغونې په برخه کې د ۴۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت پانګونې ته ليوالتیا لري

 د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د ترستکو میدل ایست آلماني شرکت له مسؤل محترم دوکتور محمد درخشان سره په داسې حال کې وکتل چې د یاد وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې او د اوسپنیزې کرښې د مرستیالانو هم شتون درلود.

په یاده لیدنه کې د ترستکو میدل ایست شرکت مسئول د ټولګټو وزارت د سرپرست وزير سره له  ليدنې څخه خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې موږ غواړو په افغانستان کې د سړکونو د جوړولو په برخه کې د کانونو په بدل کې د ۴۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت پانګونه وکړو او لیواله یو چې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت سره په ګډه کار وکړو.

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د ترستکو میدل ایست شرکت مسؤل ته د ښه راغلاست تر څنګ د دوی له ليوالتيا څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې دامهال په افغانستان کې تر بل هر وخت امنيت ښه شوی او په بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه د سړکونو په برخه کې کورنيو او بهرنيو پانګوالو ته د پانګونې بشپړه زمينه برابره ده.

دغه راز د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر زیاته کړه د غور – هرات او بادغیس – فاریاب سړکونو چې د افغانستان له مهمو سړکونو څخه شمېرل کیږي، یاد وزارت یې د رغولو پلان لري، په دې تړاو به د ا.ا.ا له رهبرۍ سره له سلا ( مشورې ) تر سره شي او د رهبرۍ له منظورۍ وروسته به له یادو سړکونو څخه د یو سړک د رغونې کار له تاسو سره قرارداد کړل شي. 

دا په داسې حال کې ده، چې  په دې وروستيو کې يو شمېر نورو بهرنیو پانګوالو هم د هيواد د سړکونو او اوسپنيزې کرښې په برخه کې پانګونې ته ليوالتيا ښودلې وه.

...

3 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په قوس میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د قوس مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۸۹۶۴۲) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۵۰۷۵۲. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۲۲
Background image

په بدخشان ولایت کې د ٢٦ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ٦٠٣ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د بدخشان ولایت د اوسېدونکو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه په یاد ولایت کې د ٢٦ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ٦٠٣ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې دي.

یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۲:۱۹
Background image

د سالنګونو پر لویه لار د یو ۵۸۰ موټر د چپه کیدو له امله یوشمېر هېواد وال شهیدان او ټپیان شوي دي

تیره شپه ۲:۰۰ بجې د سالنګونو لویې لارې اړوند د شمالي سالنګ په شاول سیمه کې یو ۵۸۰ ډوله موټر، چې له شمال له خوا جنوب لوري ته پر لاره وو د موټرچلوونکي د بې احتیاطۍ له امله له اصلي مسیر. . .

BACK TO NEWS