د ټولګټو وزارت استازي د "سولې او باور" په نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړ

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۳:۴۸
د ټولګټو وزارت استازي د "سولې او باور" په نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړ

 د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت په استازيتوب د هرات د ټولګټو رئيس محترم ملا محمد ادريس، د ترکمنستان په پلازمېنه عشق آباد کې د "سولې او باور" تر عنوان لاندې په نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړ.
د هرات د ټولګټو رئيس محترم ملا محمد ادريس، په دغه کنفرانس کې د وينا پرمهال ريل پټلۍ په نړۍ کې یو له مهمو ترانسپورتي زیربناوو څخه وګڼل ، چې په سيمه ايزه او نړيواله اقتصادي پراختیا، سوداګرۍ او نړیوالو اړیکو کې مهم رول لوبوي.
نوموړي وويل: «د ا.ا.ا رهبري او ټولګټو وزارت تل هڅه کوي، چې په افغانستان کې د ريل پټلۍ شبکه پراخه کړي، ترڅو د افغانستان د ريل پټلۍ شبکې له لارې سيمه ايز هیوادونه په ځانګړي ډول ترکمنستان، اوزبيکستان، ايران او پاکستان سره ونښلوي.»
د ياد کنفرانس مهمې اجنډاوې سیمه ایزه اقتصادي پیاوړتیا، د ریل پټلۍ شبکې پراختيا، برېښنا، د ګازو انتقال او د اقتصادي ثبات په تړاو هراړخیز مذاکرات ښودل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې په دغه کنفرانس کې د نړۍ د ۱۰۰ بېلابېلو هيوادونو استازي ګډون درلود، چې د افغانستان له لورې د برېښنا شرکت، کانونو او پترولیم وزارت او ټولګټو وزارت استازو ګډون کړی وو.

...

3 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۸:۵۶
Background image

د ټولګټو وزیر د ترکي ساختماني شرکتونو له استازي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملامحمدعیسی ثاني د یاد وزارت د یو شمېر رئیسانو په شتون کې د ترکي بیلګیون ( ام وي جي MVG) ساختماني شرکت له استازي ښاغلي بولنت بیلګي سره په خپل کاري دفتر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۲:۲۱
Background image

په بلخ ولایت کې د کشنده ولسوالۍ ۱۸ کیلومتره سړک د رغولو چارې د ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په بلخ ولایت کې د مزارشریف دره صوف عمومي مسیر د پل برق دوراهي – کشنده ولسوالۍ ۱۸ کیلومتره سړک د ډیزاین او رغولوچارې په ډیزاین بلټ شکل  د ۴۵۰ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۹:۱۱
Background image

د سرپل – فاریاب عمومي مسیر د لومړي لاټ رغنیزې چارې د څه باندې ۱ میلیارد او ۲۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په سرپل ولایت کې د افغانستان حلقوي سړک د لومړي لاټ ۳۰ کیلومتره برخې رغنیزې چارې د څه باندې ۱ میلیارد او ۲۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت د. . .

BACK TO NEWS