د قرار داد د ورکړې خبرتیا-د 1404مالي کال لپاره د47 قلمه بریښنایي تجهیزاتو اوټرانسفارمونو د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

kalim_admin
د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۴۷ قلمه بریښنایی تجهیزاتو اوټرانسفارمونو پروژه

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو1404 مالي کال لپاره د کابل-غزني، ارغندي سایټ، د ادارې او خدماتو ریاست په ټول پلازا کې د 47 قلمه توکو (بریښنایی تجهیزاتواو ټرانسفارمرونو پروژه په قرار داد ورکړي چې MOPW/1403/G-02/CB تشخصیه نمبر لرونکی دی؛ ګدون وکړي او د شرطپاڼې د شرايطو سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.

د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلور‌لارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري؛ په فلش ميموري کې ترلاسه کړي.

د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه: (1404/2/24)  - (10:00)  بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین: د بانک ګرنټي په ډول( 36000شپږ دریش زره  افغانۍ دي.

د آفر پرانيستلو نېټه: (1404/2/24- 10:00 بجې له غرمې مخکې.)

د آفر پرانستولو ځای: ټولګټو وزارت، دريم پوړ د مقام د ناستو تالار.

يادونه: که چيرې د روان کال (1404/2/24 نېټه د حکومت لخوا په نا‌گاهانه ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي.

...

11 میاشتې ۱ اونی ago

...

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۴۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د خاش ولسوالۍ پر لار له باغ مبارک څخه تر جرم پورې د سړک استنادي دېوالونو او پلګوټو د ترمیم پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د خاش ولسوالۍ  پر لار له باغ مبارک څخه تر جرم پورې د سړک، استنادي دېوالونو او پلګوټو د ترمیم پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د بادغیس – هرات پر لویه لار د بادغیس ولایت د قلعه ‌نو څخه تر لامان بازار پورې د سړک د ګبیوني استنادي دېوال او ویجاړې شوي سړک‌ د فرش ترمیم او بیارغونې پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د بادغیس – هرات پر لویه لار د بادغیس ولایت د قلعه ‌نو څخه تر لامان بازار پورې د سړک د ګبیوني، استنادي دېوال او ویجاړې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د فاریاب او هرات د اوسپنې پټلۍ د ساتنې او څارنې د وسایلو او تجهیزاتو د تدارک او پېرلو پروژه

په همدې وسیله ټولو ته خبر ور کول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د فاریاب او هرات د اوسپنې پټلۍ  د ساتنې او څارنې د وسایلو او تجهیزاتو د تدارک او پېرلو . . .

Back to tenders