په تېرو دوو اوونيو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۶۴۶۷۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېرو دوو اوونيو کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د جوزا له ۳۰مې څخه د سرطان تر ۱۲مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۶۴۶۷۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې (۱۲۱۶۵۵) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۱۲۷۶۴) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۳۵۱۲) ټنه او د خواف –هرات له لارې (۱۶۷۴۰) ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال (۱۶۴۶۷۱) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیرو دوو اوونيو کې (۲۹۶۰) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه او د آنارو جوس دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.