د ټولګتو وزارت پلاوي د ترکیې هېواد ته د سفر په ترڅ کې د منځني ختیځ د سیمه ییز دفتر له لارې د بار د انتقالاتو د کاري ګروپ په نهمه غونډه کې ګډون وکړ

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۹:۸
د ټولګتو وزارت پلاوي د ترکیې هېواد ته  د سفر په ترڅ کې د منځني ختیځ د سیمه ییز دفتر له لارې د بار د انتقالاتو د کاري ګروپ په نهمه غونډه کې کډون وکړ

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحب زاده د دغه وزارت د یو تخنیکي ټیم په ملتیا د اوسپنې پټلۍ د نړیوالې اتحاديې (UIC) په ۳۶مه سيمه ييزه غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې هېواد ته سفر کړی وو، چې تخنیکي پلاوي د منځني ختیځ د سیمه ییز دفتر له لارې د بار د انتقالاتو د کاري ګروپ په نهمه تخنیکي غونډه کې هم ګډون وکړ. 

په دغه تخنيکي غونډه کې، د هېوادونو ترمنځ د تخنیکي، مدیریتي او اداري موضوعاتو (د غړو هېوادونو په پولو کې د ګمرکي عملياتو د قوانينو او مقرراتو د يوشان کولو، د ګډو او څو اړخيزو انتقالاتو پرمهال د معلوماتو هم‌شکل کولو، د اوسپنې پټلۍ د همکاريو سازمان (UIC) او نورو سازمانونو په ځانګړي ډول د بين الحکومتي OTIF سازمان ترمنځ د ګډو فعاليتونو د وضعيت او څرنګوالي) په تړاو هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.

دغه راز د اوسپنې پټلۍ د نړیوالې اتحاديې (UIC) په ۳۶مه سيمه ييزه غونډه کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اوسپنیزې کرښې د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو خبرې او بحثونه وشول او د غړو هېوادونو له لوري د ۳۵مې ناستې صورت جلسه تائید او تصویب شوه.

په دغه غونډه کې د ټولګټو وزارت تخنیکي پلاوي د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د څېړنو، ډیزاین، جوړولو، بهره ‌بردارۍ او د اوسپنې پټلۍ د زیربناوو د ساتنې او څارنې په برخه کې فعالیتونه، پرمختګونه او لاسته راوړنې د منځني ختیځ د دفتر له مدیریت او غړو سره د یو پریزینټېشن له لارې شریک کړل، چې د ناستې د  غړو له لوري تائید او و ستایل شول.

د یادونې وړ ده، چې په یاد سازمان کې د ۸ هېوادونو ترڅنګ، (۹) خصوصي شرکتونه او بنسټونه هم د غړيتوب امتیاز لري، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې د مرستیال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحب زاده په مشرۍ د دغه وزارت د بهره بردارۍ رئیس محترم عبدالوکیل شیراني، د وزارت مقام تخنیکي سلاکار محترم انجنیر عبد الباري صدیقي په دغه غونډه کې په حضوري ډول ګډون کړی وو.

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر په کاپیسا ولایت کې د یو شمېر پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه او ارزونه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا، د سړکونو د رغنیزو چارو د کیفیت او چټکتیا د ډاډ ترلاسه کولو او د پروژو د کاري بهیر د ارزونې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۴
Background image

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اوسپنیزې لارې څخه د سوداګریزو توکو انتقالات څه باندې دوه برابره زیات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو او د خواف ـ هرات د اوسپنیزې لارې له مسیر څخه په ټولیزه توګه ۴ میلیونه او ۸۸۸ زره او ۲۶۸ مټریک ټنه سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۱۶
Background image

د بلخ ولایت د چارکنت ولسوالۍ سړک په اوږدو کې د دوو پایو پلګوټو د ترمیم او بیارغنې چارې د څه باندې ۴.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د بلخ ولایت د چارکنت ولسوالۍ سړک پر مسیر د دوو پایو پلګوټو  د ترمیم او بیا رغونې چارې د څه باندې ۴.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د بلخ ولایت د ټولګټو رئیس. . .

BACK TO NEWS