د تخار – بدخشان لویې لارې د سړک فرش د ترمیم چارې د څه باندې ۷۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۱:۳۸
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په بدخشان ولایت کې د تخار – بدخشان لویې لارې د سړک د فرش د ترمیم چارې د یاد ولایت د والي مرستیال محترم مولوي محمد امین طیب، دیاد ولایت د ټولګتو رئیس مولوي عبد الغفور عتید، یو شمېر سیمه ییزو مسؤلانو او قومي مخورو په شتون کې پیل شوې. په یاده ترمیماتي پروژه کې د سړک د فرش د ترمیم ترڅنګ، د یو پایه ۶۰ متره پل، یوشمېر پلګوټو او استنادي دېوالونو د رغولو کار هم شامل دی، چې د ټولکټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د څه باندې ۷۹ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوی دی. د یادې پروژې د کار په

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په بدخشان ولایت کې د تخار – بدخشان لویې لارې د سړک د فرش د ترمیم چارې د یاد ولایت د والي مرستیال محترم مولوي محمد امین طیب، دیاد ولایت د ټولګتو رئیس مولوي عبد الغفور عتید، یو شمېر سیمه ییزو مسؤلانو او قومي مخورو په شتون کې پیل شوې.

په یاده ترمیماتي پروژه کې د سړک د فرش د ترمیم ترڅنګ، د یو پایه ۶۰ متره پل، یوشمېر پلګوټو او استنادي دېوالونو د رغولو کار هم شامل دی، چې د ټولکټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د څه باندې ۷۹ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوی دی.

د یادې پروژې د کار په بشپړېدو سره پر یاده لویه لار د تلونکو هېوادوالو د تګ راتګ او سواداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د انتقال ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۹
Background image

د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

د تګاب سروبي پر مسیر د ګارد ریلونو (کټارو ) د نصب پروژه ، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده. دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

BACK TO NEWS