په کب میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۱
په کب میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې  ۷۲۹۲۶۱  مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال دکب/حوت مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې۴۹۰۸۳۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۷۰۸۰۸ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې۸۶۴۷۴ټنه او د خواف –هرات له لارې ۸۱۱۴۸  ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال۷۲۹۲۶۱ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

 د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په کب/حوت مياشت کې ۳۶۳۳ ټنه  صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه میوه ، معدني ډبرې  او د انار جوس دي.

 هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د ا.ا.ا دټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې رامنځته کړي.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۶
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د ننګرهار ولايت له لوري د ۲۲ کیلومتره لومړۍ برخې، ۲۱.۴ کیلومتره دریمې برخې او  د کابل. . .

BACK TO NEWS