داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ۶ تأسیساتي اطاقونو د اجارې ورکولو د پروژې خبرتیا

kalim_admin
موضوع: اعلان پروژه اجاره‌دهی ۶ اطاق تأسیسات

Publish Date

Closing Date

ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، ټولګتو وزارت په پام کې لري، د امارتي ځمکو د اجارې ورکولو قانون او نورو نافذه قوانینو له مخې، د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست اړوند د ۲۷۱.۷۹ متر مربع ځمکې په ساحه کې د ۶ تأسیساتي اطاقونو پروژه، چې د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ د دوشاخ په سیمه کې موقعیت لري، په اجاره ورکړي.

ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري، کولای شي د دې وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو او غیرمشورتي خدمتونو د تدارکاتو آمریت ته د غوښتنلیک له سپارلو وروسته، د شرطپاڼې سکن ترلاسه کړي او د یادې ځمکې لپاره خپله اغېزمنه، اقتصادي او د تطبیق وړ طرحه ترتیب او د ۱۴۰۵/۴/۱۸ نېټې، د پنجشنبې په ورځ، د سهار تر (۱۰:۰۰)بجو پورې، چې د مزایدې او داوطلبۍ وروستۍ نېټه ده، د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت ودانۍ، د ملي احصائیې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، د مزایدې او داوطلبۍ په پروسه کې د ګډون په موخه وسپاري.

که چېرې ګډونوال د استازي له لارې ګډون کوي، استازی باید رسمي خط له خپلې طرحې سره ضمیمه ولري.

یاده طرحه باید لاندې موارد ولري:

۱- د اطاقونو د استفادې د موخې او ډول روښانه تشریح.

۲- د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې.

۳- د اجارې موده؛ محترم داوطلب باید د خپلې طرحې په متن کې د اجارې موده، چې یو کال ده، په واضح ډول ولیکي.

۴- میاشتنی کرایه؛ داوطلب باید د میاشتني کرایې وړاندیز په مشخص او مستدل ډول وړاندې کړي او مبلغ یې هم په څرګند ډول ذکر کړي.

۵- د ساحې لیدنه د بشپړو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د داوطلب لپاره لازمي ده.

د مزایدې او طرحو د پرانیستلو وروستۍ نېټه: ۱۴۰۵/۴/۱۸، د سهار (۱۰:۰۰) بجې

د اجرا تضمین:

بریالی داوطلب مکلف دی چې د خپلې وړاندیز شوې یو کلنې کرایې معادل مبلغ د بانک ګرنتۍ په بڼه د اجرا د تضمین په توګه وړاندې کړي.

یادونه:

که چېرې د ۱۴۰۵/۴/۱۸ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، نو د یادې مزایدې او د طرحو د پرانیستلو بهیر به په راتلونکې کاري ورځ، په هماغه وخت او په همدې اعلان کې په درج شوي ځای کې ترسره شي.

 

...

10 میاشتې ago

...

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۵:۵۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د کابل – جلال‌آباد پر عمومي لویه لاره د درونټې د استحکام پل په مسیر کې د ګارډرېلونو د نصبولو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د کابل – جلال‌آباد پر عمومي لویه لاره د درونټې د استحکام پل په مسیر کې د ګارډرېلونو د نصبولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۵:۳۹
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ۶ تأسیساتي اطاقونو د اجارې ورکولو د پروژې خبرتیا

ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، ټولګتو وزارت په پام کې لري، د امارتي ځمکو د اجارې ورکولو قانون او نورو نافذه قوانینو له مخې، د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست اړوند د ۲۷۱.۷۹ مت . . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۲۲
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د پکتیا – خوست د لویې لارې ۲۰ کیلومتره   پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د پکتیا – خوست د لویې لارې د ۲۰ کیلومتره   پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

علاقه‌مند داوطلبان کولای شي د شرطپاڼې . . .

Back to tenders