د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د پلچرخي ترازو د درې قلمه توکو او وسایلو د تدارک او پېرلو پروژه

kalim_admin
 پروژه تهیه و خریداری سه قلم اجناس و وسایل ترازوی پلچرخی برای سال مالی 1405

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د پلچرخي ترازو د درې قلمه توکو او وسایلو د تدارک او پېرلو د پروژې قرارداد، د مطلقې مؤجلې بیع پر اساس چې، د MOPW/1405/G-24/NCB تشخصیه شمېرې لرونکې ده، د اکمل احمدزي ساختماني انجینرۍ او لوژستیکي خدمتونو شرکت ته، چې د   (۶۷۶۱۸) جواز لرونکی دی او د شرکت پته یې کابل ولایت، د کابل ښار، کارته نو، دوهم سړک ده، د (۶۳۰,۰۰۰) شپږ سوه دېرش زره افغاني دي په ټولیزه بیه، د نافذو قوانینو او مقرراتو له مخې د قرارداد په توګه وکړي.

ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې، په لیکلې بڼه او له اړوندو دلایلو سره یوځای، د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې  ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت سړک، د ملي احصائیې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.

دا خبرتیا د قرارداد د لاسلیک په معنا نه ده، او تر هغو چې پورته یاده شوې موده بشپړه نه شي او ورپسې ټول قانوني اجراآت بشپړ نه شي، قرارداد به نه لاسلیک کېږي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۳
Background image

داوطلبۍ ته د بیا ځلې بلنې خبرتیا - د پکتیا – خوست د ۲۰ کیلومتره سړک د اساسي رغونې پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو - د پکتیا – خوست  د ۲۰ کیلومتره  سړک د اساسي رغونې  پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

علاقه‌مند داوطلبان کولای شي . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۲۷
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د سنګین د دوراهي څخه تر سنګین ولسوالۍ د سړک ترمیم او د سنګین ولسوالۍ څخه تر تنګي بازاره د شولډرونو د ترمیم پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د سنګین د دوراهي څخه تر سنګین ولسوالۍ د سړک ترمیم او د سنګین ولسوالۍ څخه تر تنګي . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۵
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د پکتیا ولایت د غلګي په سیمه کې د تلې د بشپړ کمپلکس جوړولو او رغولو پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د پکتیا ولایت د غلګي په سیمه کې د تلې د بشپړ کمپلکس جوړولو او رغولو د پروژې . . .

Back to tenders