د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو د رسوبي موادو څخه د سړکونو پاککارۍ چارې جریان لري
د پروان – بامیان مسیر، چې پرون د پروان ولایت د سیاهګرد ولسوالۍ د فندقستان په سیمه کې د سېلابونو د راوتلو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوی و، تېره شپه د یاد ولایت د ټولګټو رئیس او پرسونل په هڅو بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو او دا مهال په یاد مسیر کې د رسوبي موادو د پاککارۍ او د زیانمنو شویو برخو د ترمیم چارې لا هم روانې دي.
همدارنګه، د پنجشنبې په ورځ د سېلابونو له امله د پنجشېر، کاپیسا، پکتیا، خوست او نورستان ولایتونو یو شمېر نښلوونکې لارې، چې په موقتي ډول د ترافیکو پر مخ تړل شوې وې، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د ولایتي پرسونل په هڅو پاکې شوې او بېرته د وسایطو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوې دي، اوس مهال په دغو مسیرونو کې د وسایطو تګ راتګ په عادي ډول جریان لري.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال په یادو مسیرونو کې د رسوبي موادو د پاککارۍ او د زیانمنو شویو برخو د ترمیم چارې د اړوندو ولایتونو د ټولګټو ریاستونو له لوري په چټکۍ سره روانې دي.
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت تل هڅه کوي، چې د هېواد د لویو لارو او سړکونو د څارنې او ساتنې له لارې هېوادوالو ته د خوندي او اسانه تګ راتګ زمینه برابره کړي.
