د کابل–جلالآباد پر لویه لار د یو پایه ۲۸ متره پل د جوړولو چارې پیل شوې
د کابل–جلالآباد پر لویه لار، د ننګرهار ولایت د نظرآباد په سیمه کې د یوه پایه ۲۸ متره پل د جوړولو چارې، د ۱۹.۶ میلیونه افغانیو په لګښت ، د ننګرهار ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي احمد احمدي، تخنیکي ټیمونو او یو شمېر سیمهییزو مسئولینو په شتون کې افتتاح او رسماً پیل شوې.
له دې وړاندې په یاده سیمه کې یو کوچنی پلګوټی موجود و، چې د اوبو د زیات حجم د تېرېدو وړتیا یې نه لرله. له همدې امله د یاد پل د جوړولو پروژه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت په پلان کې شامله شوه او اوس یې عملي چارې په ساحه کې پیل شوې.
د دغې پروژې په پیل سره، د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده، او له بشپړېدو وروسته به یې د خلکو د تګ راتګ د اسانتیا ترڅنګ، د اوبو تېرېدنه هم په معیاري او منظم ډول ترسره شي.
د ټولګټو وزارت د ترانسپورټي زیربناوو د پراختیا اهمیت ته په کتو، هڅه کوي چې د سړکونو او پلونو د اساسي رغونې او بیارغونې له لارې، هېوادوالو ته د خوندي او اسانه تګ راتګ زمینه برابره کړي.
