د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د کابل – لغمان پر لویه لار د ګارډرېلونو د نصبولو پروژه
Publish Date
Closing Date
په همدې توګه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو اصولو له مخې په نظر کې لري؛ ترڅو د کابل – لغمان پر لویه لار د ګارډرېلونو د نصبولو پروژه، د۵۴۰ +۶۷ کیلومتره په اوږدوالي سره د پلچرخي له دروازې څخه تر استحکامي پل( د ۰+۰۰۰ کیلومترۍ څخه تر ۵۴۰ +۶۷ کیلومترۍ پورې) چې (MOPW/1405/W-027/NCB) تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو د اصولو له مخې د امیر سلامي شهید ساختماني او لوژستیکي شرکت ته چې د جواز شمېره یې (D-02-127) ده او د کنړ ولایت په مرکز کې موقعیت لري په (۱۵،۷۰۲،۰۳۶) افغانۍ قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول له اړوندو دلایلو سره یوځای، د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ، د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
