داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د ایبک ـ پلخمري د عمومي لویې لارې د سړک د داغګیرۍ او ترمیم پروژه

kalim_admin
اعلان دعوت به داوطلبی – پروژه داغگیری مسیر شاهراه عمومی ایبک - پلخمری

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ایبک ـ پلخمري د عمومي لویې لارې د سړک د داغګیرۍ او ترمیم پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

علاقمند داوطلبان کولای شي د شرطپاڼې او تخنیکي اسنادو سافټ کاپي د ملي تدارکاتو ریاست له  (https://tenders.ageops.af )  وېبپاڼې او د افغانستان د پرانیستو برېښنايي تدارکاتو له سیسټم څخه ترلاسه کړي.

داوطلبان دې خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو او د تدارکاتو له اصولو سره سم، په مهر او تړل شوې بڼه، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۶/۱ هـ.ش نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.

ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفرونو د پرانیستې غونډه به د۱۴۰۵/۶/۱ هـ.ش نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ټولګټو وزارت مقر په جومات کې ترسره شي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د باغ مبارک څخه تر جرم پورې د خاش ولسوالۍ له لارې د سړک استنادي دېوالونو او پلګوټي د ترمیم پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو  د باغ مبارک څخه تر جرم پورې د خاش ولسوالۍ له لارې د سړک استنادي دېوالونو او . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۸
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د کابل ولایت د برې ارغندۍ په سیمه کې د ټولپلازا د ودانۍ جوړولو پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د کابل ولایت د برې ارغندۍ په سیمه کې د ټولپلازا د ودانۍ جوړولو د پروژې قرارداد، چې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۳
Background image

داوطلبۍ ته د بیا ځلې بلنې خبرتیا - د پکتیا – خوست د ۲۰ کیلومتره سړک د اساسي رغونې پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو - د پکتیا – خوست  د ۲۰ کیلومتره  سړک د اساسي رغونې  پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

علاقه‌مند داوطلبان کولای شي . . .

Back to tenders