د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د 1405 مالي کال لپاره د سالنګونو د څارنې او ساتنې ریاست د اړتیا وړ 66 قلمه ادویه جاتو چمتو کولو او تدارک پروژه

kalim_admin
اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد –  پروژه تهیه وتدارک 66 قلم ادویه جات مورد ضرورت ریاست حفظ و مراقبت سالنگ ها بابت سال مالی1405

Publish Date

Closing Date

په همدې وسیله  ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د 1405 مالي کال لپاره د سالنګونو د څارنې او ساتنې ریاست د اړتیا وړ 66 قلمه ادویه جاتو چمتو کولو او تدارک پروژې  قرارداد، چې د MOPW/1405/G-40/NCB تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو اصولو له مخې د درخشان پارون لوژستکي شرکت  ته چې د جواز شمېره یې (D-02-1821 )ده او د  نورستان ولایت مرکز  پارون ښار کې موقعیت لري، د (639310) افغانیو په بدل کې په قرارداد ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د باغ مبارک څخه تر جرم پورې د خاش ولسوالۍ له لارې د سړک استنادي دېوالونو او پلګوټي د ترمیم پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو  د باغ مبارک څخه تر جرم پورې د خاش ولسوالۍ له لارې د سړک استنادي دېوالونو او . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۸
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د کابل ولایت د برې ارغندۍ په سیمه کې د ټولپلازا د ودانۍ جوړولو پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د کابل ولایت د برې ارغندۍ په سیمه کې د ټولپلازا د ودانۍ جوړولو د پروژې قرارداد، چې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۳
Background image

داوطلبۍ ته د بیا ځلې بلنې خبرتیا - د پکتیا – خوست د ۲۰ کیلومتره سړک د اساسي رغونې پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو - د پکتیا – خوست  د ۲۰ کیلومتره  سړک د اساسي رغونې  پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

علاقه‌مند داوطلبان کولای شي . . .

Back to tenders