د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د 1405 مالي کال لپاره د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ (3) قلمه غوښې د چمتو کولو او پېرلو پروژه

kalim_admin
اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد پروژه– تهیه  و خریداری 3 قلم گوشت باب مورد ضرورت ریاست حفظ و مراقبت سالنگ ها بابت سال مالی1405

Publish Date

Closing Date

په همدې وسیله ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د 1405 مالي کال لپاره د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ (3) قلمه غوښې د چمتو کولو او پېرلو پروژې قرارداد، چې د  MOPW/1405/G-36/NCB  تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو اصولو له مخې د محترم امان ایوبي د سړک جوړونې، لوژستیکي او ساختماني خدماتو شرکت ته، چې د جواز شمېره یې (86571 ) ده او د  شرکت پته یې کابل ښار د کمپنی څلورلارې، په اتحاد سوداګریز مارکېټ کې موقعیت لري، د لاندې بیو له مخې، د قراردادونو د قانون له حکمونو سره سم په قرارداد ورکړي.

چې حد اقل قیمت یې (2459160  ) دوه میلیونه څلور سوه نهه پنځوس زره یو سل او شپېته افغانۍ دی، او حد اکثر قیمت یې (3278880 )درې میلیونه دوه سوه اته اویا زره اته سوه اتیا افغانۍ دی.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د باغ مبارک څخه تر جرم پورې د خاش ولسوالۍ له لارې د سړک استنادي دېوالونو او پلګوټي د ترمیم پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو  د باغ مبارک څخه تر جرم پورې د خاش ولسوالۍ له لارې د سړک استنادي دېوالونو او . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۸
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د کابل ولایت د برې ارغندۍ په سیمه کې د ټولپلازا د ودانۍ جوړولو پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د کابل ولایت د برې ارغندۍ په سیمه کې د ټولپلازا د ودانۍ جوړولو د پروژې قرارداد، چې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۳
Background image

داوطلبۍ ته د بیا ځلې بلنې خبرتیا - د پکتیا – خوست د ۲۰ کیلومتره سړک د اساسي رغونې پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو - د پکتیا – خوست  د ۲۰ کیلومتره  سړک د اساسي رغونې  پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

علاقه‌مند داوطلبان کولای شي . . .

Back to tenders