د ټولګټو وزارت محترم وزیر سمنګان ولایت ته د سفر پر مهال د ایبک - روی دو آب سړک څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۲:۱۴
د ټولګټو وزارت محترم وزیر سمنګان ولایت ته د سفر پر مهال د ایبک - روی دو آب سړک څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د دغه وزارت تخنیکي ټیم یې ملتیا کوله، د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام په سمنګان ولایت کې د ایبک - روی دو آب سړک او یو شمېرنورو پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه او د یادو پروژو د چارو روان بهیر او پرمختګ  یې و ارزوه.

نوموړي په دغه سفر کې د ایبک – روی دو آب مسیر د لومړي لاټ له ۲۰ کیلومتره سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه او د یادې پروژې د قراردادي شرکت مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د چارو د چټکتیا په موخه دې په ساحه کې د ماشینرۍ شمېر زیات کړي، ترڅو د سړک رغنیزې چارې په ټاکلي وخت بشپړې او هېوادوالو ته د تګ راتګ لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

د ایبک – روی دو آب مسیر د ۲۰ کیلومتره سړک د رغنیزو چارو له بشپړېدو او د پاتې برخو د رغنیزو چارو په دوام سره به سمنګان ولایت له بامیان ولایت سره ونښلول شي.

دغه راز، محترم وزیر صاحب په یاد ولایت کې د تاشقرغان تنګۍ او صیاد تنګۍ د استنادي دېوالونو له ترمیماتي پروژو څخه هم لیدنه وکړه. نوموړي د سمنګان ولایت د ټولګټو رئیس ته لارښوونه وکړه، چې د هېوادوالو ترانسپورتي ستونزو ته دې جدي پاملرنه وکړي، د یاد ولایت تخریب شوي مسیرونه دې ترمیم او بیا ورغوي او د روغنیاتو د نشتوالي او نورو ستونزو د رامنځته کېدو پر مهال دې موضوع د ټولګټو وزارت له مقام سره شریکه کړي.

...

11 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۲:۱۴
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر سمنګان ولایت ته د سفر پر مهال د ایبک - روی دو آب سړک څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د دغه وزارت تخنیکي ټیم یې ملتیا کوله، د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام په سمنګان ولایت کې د ایبک - روی دو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۸:۳۸
Background image

د ټولګټو محترم وزیر په بلخ ولایت کې د یو شمېر تر کار لاندې پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په دوام، په داسې حال کې چې یو تخنیکي ټیم یې هم ملتیا کوله، بلخ ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۴۶
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر په سرپل ولایت کې د دغه وزارت له پروژو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني په داسې حال کې چې يو تخنيکي ټيم يې هم ملتيا کوله، د هېواد شمالي ولايتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې په سرپل ولايت کې د دغه وزارت د تر. . .

BACK TO NEWS