د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د سمنګان ولایت د ایبک–مزارشریف پر لاره د چشمه صیاد پروژه
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د سمنګان ولایت د ایبک–مزارشریف پر لاره د چشمه صیاد د پروژې قرارداد، چې د MOPW/1405/W-062/NCB تشخصیه نمبر لرونکی دی، د پیشګامان فردا او اقتدار شمال جي وي ساختماني او سړک جوړونې شرکت ته، چې د جواز شمېرې یې ( 67105-01-2103-D) ده او مرکزي دفتر یې د هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې موقعیت لري د قراردادونو د قانون له مخې چې قیمت یې ( 16,137,703.91) افغاني دي په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
