د مزارشریف ښار د دوهم حلقوي سړک د اسفالټ اچوني چارې پیل شوې

mopw_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۷ - ۹:۱۵
د مزارشریف ښار د دوهم حلقوي سړک د اسفالټ اچوني چارې پیل شوې

د مزارشریف ښار د دوهم حلقوي سړک د اسفالټ اچوني چارې پیل شوې

د مزارشریف ښار حلقوي سړک له کامګار چوک څخه پیل د خالد بن ولید پروژې تر شمع چوک پورې غځیدلی چې څه باندې ۱۷کیلومتره اوږدوالی ۴۰ متره پلنوالی، ۱۳ متره د حرکت ۲ خطونه، ۳ متره پلنوالی سره د سړک منځ ګلدان او ۴.۷ متره پلي لار لري چې د یو میلیارد او دری سوه یو میلیون افغانیو په لګښت په دوو لینو کې جوړيږي، د اسفالټ اچوني چارې یې د بلخ ولایت سیمه اییزو چارواکو لخوا پیل شوې او د افغانستان حکومت لخوا تمویل کیږي.

د یاد سړک په بشپړولو سره به ترانسپورټي ستونزي حل، د ښار په داخل کې د ترافیکي ګڼه ګڼو کموالی، ښاري پراختیا، د ژوند او ټولنیز وضعیت ښه والی، همدارنګه اقتصادي او کرنیزه وده کې اغیزمن رول لري.

د ټولګټو وزارت ــ کابل

لړم ۶، ۱۳۹۹

 

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

BACK TO NEWS