د چغچران ــ ګردندیوال سړک دوهمې برخې کار ۷۲ سلنه مخته تللي

mopw_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۷ - ۱۴:۳۸
د چغچران ــ ګردندیوال سړک دوهمې برخې کار ۷۲ سلنه مخته تللي

د چغچران ــ ګردندیوال سړک دوهمې برخې کار ۷۲ سلنه مخته تللي

د چغچران ګردندیوال سړک دوهمه برخه په میدان وردګو ولایت کې موقعیت لري چې ۶۰ کیلومتره اوږدوالی او ۱۱ متره پلنوالی لري، دا پروژه د څه باندې ۴ میلیارد افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ساختماني شرکت سره قرارداد شوي او تر اوس مهاله یې د جوړولو کار ۷۲ سلنه پرمختګ کړی چې افغانستان حکومت لخوا تمویل کيږي.

یاده پروژه د شرق او غرب دهلیز یوه برخه ده چې د هیواد مرکزي ولایت له یو بل او بلاخره د افغانستان له حلقوي سړک سره نښلوي، له دې پروژې به د میدان وردګو، بامیانو، دایکندي، غور او هرات ولایتونه په مستقیم او غیر مستقیم ډول ترې ګټه پورته کوي.

د دغه سړک د کار په بشپړولو سره سیمه اییز اتصال، د شرق او غرب تر منځ د مسافرینو او ترانسپورتي سیستم اسانتیاوو رامنځته کوي او همدارنګه د مرکز او لویدیځو ولایتونو تر منځ د سفر کولو وخت کموي.

د ټولګټو وزارت ــ کابل

لړم ۷، ۱۳۹۹

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۹
Background image

د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

د تګاب سروبي پر مسیر د ګارد ریلونو (کټارو ) د نصب پروژه ، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده. دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

BACK TO NEWS