د کندهار ـ سپین بولدک د لومړي لاټ سړک د ترمیم چارې پیل شوې

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۷ - ۱۳:۷
د کندهار ـ سپین بولدک د لومړي لاټ سړک د ترمیم چارې پیل شوې

د کندهار- سپین بولدک لومړي لاټ سړک د ترمیم او بیارغونې چارې پیل شوې، دا سړک چې ۸۰ کیلومتره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري د کندهار ولایت د ټولګټو ریاست د شته ماشینرۍ په واسیطه د مسلکي او فني کار کوونکو لخوا د ترمیم چارې پیل شوې.

سړکونه ملي شتمني ده او د افغانستان په خلکو پورې تړاو لري، له ټولو هیوادوالو څخه هیله کیږي؛ چې د سړکونو په رغونه، ساتنه او څارنه کې له ټولګټو وزارت سره هر اړخیزه مرسته وکړي تر څو دا ملي شتمني خوندې پاته او له ويجاړيدو وژغورل شي.

ټولګټو وزارت ـ کابل

د وري ۱۷، ۱۴۰۰

 

 

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۹
Background image

د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

د تګاب سروبي پر مسیر د ګارد ریلونو (کټارو ) د نصب پروژه ، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده. دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

BACK TO NEWS