په دایکنډي کې د څه باندې ۶ کیلومتر سړک رغنیز کار دوام لري

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۹ - ۱۲:۱۳
په دایکنډي کې د څه باندې ۶ کیلومتر سړک رغنیز کار دوام لري

د دایکنډي ولایت مرکز نیلي ښار اړوند له پای نیلي کلي څخه تر غدار کلي پورې د ۶.۴۳ کیلومتره غځیدلي سړک د جوړولو کار دوام لري

دا پروژه د ټولګټو وزارت له بودیجې څخه د څه باندې ۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له دوو محلي شوراګانو سره تړون شوي چې اوس مهال یې رغنیز کار له ۱۸ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري

یاد سړک چې د دایکنډي ـ بامیانو له عمومي سړک څخه بیل شوی، تر کهنه دریای لزیر کلي پورې تر کار لاندې ده او د اروزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ په لور په ابتدایي شکل سره غځیدلی، د دې پروژې د کار له بشپړیدو سره به د سړک اړوند کلیو ترانسپورتي ستونزي هواري شي

ټولګټو وزارت ـ کابل

...

۱ میاشت 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۵:۱۰
Background image

د آقينې – آندخوی د دويم فاز د ۱۰ کيلومتره اوسپنې پټلۍ رغنيزې چارې د څه باندې ۱۲ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لورې د فارياب ولايت اړوند د آقينې – آندخوی بندر د دويم فاز د ۱۰ کيلومتره اوسپنې پټلۍ رغنيزې چارې د څه باندې ۱۲ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د ګڼ شمېر امارتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۹:۸
Background image

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال او د ترکمنستان لوړپوړي پلاوي د تورغونډۍ بندر له پراختيايي چارو ليدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او د ترکمنستان هيواد د ريل پټلۍ وزير محترم مامِت آکمامدوف او مل پلاوي د هرات ولايت د تورغونډۍ بندر له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۴:۵۰
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۱۷۷۶۸) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د ميزان له ۱۱مې څخه تر ۱۷مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۱۷۷۶۸) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۸۰۷۵۹) ټنه، د. . .

BACK TO NEWS