د ټولګټو وزارت د عامه پروژو د مالي تمویل په اړه د پروپوزلونو وړاندې کولو بلنه

kalim_admin
د ټولګټو وزارت د عامه پروژو د مالي تمویل په اړه د پروپوزلونو وړاندې کولو بلنه

Publish Date

Closing Date

د سوداګریزو بانکونو له لارې د عامه پروژو د تمویل د میکانېزم پر اساس د عامه پروژو د مالي تمویل د زمینې برابرولو د زیربنایي پروژو د پلي کېدو بهیر د چټکتیا او د هېواد د سوداګریزو بانکونو له مالي ظرفیتونو او امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه د ټولګټو وزارت په پام کې لري، چې د هېواد ټولو هغو سوداګریزو بانکونو ته، چې د فعالیت جواز لري بلنه ورکړي؛ ترڅو د عامه پروژو د مالي تمویل په برخه کې خپل پروپوزلونه، شرایط او مالي وړاندیزونه وړاندې کړي.

له همدې امله له ټولو علاقمندو  سوداګریزو بانکونو څخه غوښتنه کېږي چې خپل پروپوزلونه او وړاندیزونه د لاندې ټکو په پام کې نیولو سره ترتیب او د ټولګټو وزارت ته وسپاري:

۱. د بانک پېژندنه د فعالیت مخینه، کاري تجربه، مالي او اعتباري ظرفیت.

۲. د عامه پروژو د مالي تمویل په اړه د بانک وړاندیز شوي شرایط، اصول او میکانېزم.

۳. د هرې پروژې لپاره د مالي تمویل د وړاندې کولو اندازه او اعظمي حد او همدارنګه د بانک د ټولیز تمویلي ظرفیت کچه.

۴. د ګټې کچه، فیسونه، کمېشنونه او د مالي تمویل اړوند نور لګښتونه.

۵. د تمویل موده، د تمویل شوو پیسو د بېرته ورکړې شرایط او میکانېزم.

۶. د مالي تمویل د ترلاسه کولو لپاره د تضمینونو، وثیقو او نورو اړینو اسنادو شرایط.

۷. د مالي تمویل د غوښتنې د ارزونې، منظورۍ او ورکړې پړاوونه، کړنلارې او اړین اسناد او مدارک.

۸. د مالي تمویل د غوښتنلیکونو د څېړنې، ارزونې او منظورۍ لپاره اړینه موده.

۹. د زیربنایي او عامه پروژو د تمویل لپاره د بانک له لوري وړاندیز شوي ځانګړي شرایط او اسانتیاوې.

۱۰. د عامه پروژو د تمویل په تړاو نور شرایط، محدودیتونه، امکانات او تخنیکي او مالي وړاندیزونه.

سوداګریز بانکونه مکلف دي چې خپل پروپوزلونه او وړاندیزونه په رسمي ډول د بانک پر رسمي سربرګ، د باصلاحیته مسئول په لاسلیک او د بانک په رسمي مهر په تړلي پاکټ کې د ۱۴۰۵ کال د لیندۍ میاشتې تر ۳مې نېټې پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

1 year 2 months ago

.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۱۳
Background image

اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد –   پروژه تهیه و تدارک 13 قلم اجناس برقی برای سولر سیستم مورد ضرورت ریاست عواید تولپلازای غزنی بابت سال مالی 1405

بدینوسیله به اطلاع عموم رسانیده میشود وزارت فواید عامه درنظر دارد قرارداد (پروژه تهیه و تدارک 13 قلم اجناس برقی برای سولر سیستم مورد ضرورت ریاست عواید تولپلازای غزنی بابت سال مالی 1405) . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۴:۶
Background image

دعوت به ارائه پروپوزل و شرایط تمویل مالی پروژه‌های عامه وزارت فواید عامه

به تأسی از میکانیزم تمویل پروژه‌های عامه از طریق بانک‌های تجارتی و به‌منظور فراهم‌سازی زمینه تمویل مالی پروژه‌های عامه وزارت فواید عامه، تسریع روند تطبیق پروژه‌های زیربنایی و استفاده . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۱:۳۰
Background image

اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد – پروژه اعمار 2 باب بیس امنیتی برای خطوط آهن آقینه - اندخوی

بدینوسیله مطابق اصول تدارکات به اطلاع عموم رسانیده میشود وزارت فواید عامه درنظر دارد قرارداد (  پروژه اعمار 2 باب بیس امنیتی برای خطوط آهن آقینه - اندخوی)  داری نمبر تشخصیه  MOPW/1405/W . . .

Back to tenders