په فاریاب ولایت کې د یو کانګرېټي پُل د جوړولو چارې دوام لري

Anonymous (not verified)
Tue, May 25 2021 2:44 PM
په فاریاب ولایت کې د یو کانګرېټي پُل د جوړولو چارې دوام لري

دغه کانګرېټي پُل چې د فاریاب ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ اړوند په آق مسجد سیمه کې جوړېږي، اوږدوالی یې ۶۰ متره او سور یې د ۵ مترو په اندازې دی

یاد پُل د څه باندې ۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت د کلیوالي لار جوړولو د ملي پروګرام له لورې رغېږي، چې د جوړیدا تړون یې له یو خصوصي ودانیز شرکت سره شوی او تردې مهاله یې د کار چارې ۳۳ سلنه کاري پرمختګ لري او ټول مالي لګښت یې د افغانستان دولت له بودیجې څخه ورکول کېږي

په پام کې ده، چې د دې پُل د جوړیدا په صورت کې به ۹۸۰ کسان په مستقیم او شاوخوا ۵۴۵۰ تنه نور به ترې په غیر مستقیم ډول ګټه واخلي

د یاد پُل له رغیدا سره سم به روغتیایي او ښوونیزو مرکزونو ته د اړوندو سیمو د خلکو تګ — راتګ له پخوا اسانه شي او هم به کرنیز محصولات پر وخت سره د ولسوالۍ تر بازارونو پورې ورسېږي

.

8 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS