تخنیکي معینیت

د ټولګټو وزارت د تخنیکي معین لنډه پېژندنه:

محترم مولوي عبدالکریم فاتح، د عبدالظاهر زوی، او د عبدالکبیر لمسی د ۱۳۵۱ هـ ش کال د حمل (وري) د میاشتې په لومړۍ نېټه د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د تنګي درې په حسن خېلو کلي کې زېږېدلی دی.

زده کړې:

نوموړي لومړنۍ زده کړې د خپل کلي په مکتب او جومات کې ترسره کړي دي او تر لویې دورې پورې یې دینې زده کړې په هېواد کې د ننه او له هېواد څخه بهر ترسره کړې دي؛ نوموړی په پښتو، دري او عربي ژبو روانې خبرې کولای شي.

همدارنګه؛ فاتح مولوي صاحب د اسلامي امارت په پنځه کلنه واکمنۍ او شل کلنه جهادي دوره کې بېلابېلې نظامي او ادارې دندې ترسره کړې دي، چې اوس مهال د عالیقدر امیرالمؤمنین د ۱۴/۸/۱۴۴۳ نیټې د ۱۵۳۹ ګڼه حکم پر بنسټ د ټولګټو وزارت، د تخنیکي معین په توګه ټاکل شوی، چې تر دا مهاله په دغه سمت دنده ترسره کوي.

اړوند ریاستونه:

د پروژو د مدیریت ریاست

د سروې او ډیزاین ریاست

 د پروژو د تضمین کیفیت ریاست

د لابراتورونو ریاست

 

.

9 months 4 weeks ago

.