د بلخ په مارمول ولسوالۍ کې د ۸.۹۱ کیلومتره سړک رغنیز کار دوام لري

Anonymous (not verified)
Thu, Jun 03 2021 12:49 PM

دا سړک چې ټولټال ۸.۹۱ کیلومتره اوږدوالی لري، ۴.۲۶ کیلومتره یې په کانکریټي او ۴.۷ کیلومتره نور یې په جغلي شکل سره د مارمول ولسوالۍ له مرکز څخه د دې ولسوالۍ تر باغ چاه کلي پورې غځیږي، چې اوس مهال یې رغنیز کار له ۶.۵ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري.

دا پروژه د ټولګټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره، د څه باندې ۷۲ میلیون افغاینو په ارزښت تړون شوي، چې مالي لګښت یې د هیواد له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د سړکونو د رغښت په دې پروژه کې به د اړوندو سیمو وګړو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۱۱۷۰ کاري ورځې رامنځته شي او هم به د جوړیدا په صورت کې ترې ۱۴زره تنه په مستقیم او ۱۶ زره تنه نور به ترې په غیر مستقیم ډول ګټه واخلي.

د یادولو وړه ده، چې د دې پروژې له بشپړیدا سره به د مارمول ولسوالۍ ګڼ کلي د دې ولسوالۍ مرکز سره ونښلي او د کرنیزو توکو د انتقال، روغتیایي او ښوونیزو مرکزونو ته د لاس رسي زمینه به تر پخوا اسانه او ښه شي.

.

6 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS