د کاپیسا په کوهستان ولسوالۍ کې د ۲.۶ کیلومتره سړک چارې ۲۵ سلنه پرمختګ لري

Anonymous (not verified)
Wed, Jun 23 2021 2:01 PM
د کاپیسا په کوهستان ولسوالۍ کې د ۲.۶ کیلومتره سړک چارې ۲۵ سلنه پرمختګ لري

دا کانکریټي سړک چې ۲.۶ کیلومتره اوږدوالی لري، د کاپیسا ولایت د کوهستان حصه اول ولسوالۍ اړوند د میر مسجدي جومات له سړک څخه پیل تر حمزه خیل کلي پورې غځیږي چې اوس مهال یې رغنیز کار له ۲۵ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري.

د سړک دا پروژه د ټولګټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوی چې مالي لګښت یې د هیواد له پراختیایې بودیجې څخه ورکول کیږي.

د دې پروژې د رغنیز کار په جریان کې د کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکو ته ګڼې کاري ورځې رامنځته شوي چې د چارو له بشپړیدو سره به یې حمزه خیل، غفار خیل او کجې ملک بابه کلیو په شمول ګڼ نور کلي سره وصل شي او ترانسپورتي ستونزې به یې د پخوا په پرتله هوارې شي.

.

2 months 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS