د کابل ــ ننګرهار لویې لارې د سړک ساتنې او ترمیم چارې پیل شوې

Anonymous (not verified)
Thu, Jun 24 2021 12:41 PM
د کابل ــ ننګرهار لویې لارې د سړک ساتنې او ترمیم چارې پیل شوې

ټولګټو وزارت د ټول هېواد په کچه پلان لري، چې د سړکونو د ساتنې او څارنې برخه د تل لپاره فعاله وساتي، ترڅو ټول رغول شوي سړکونه خوندي پاتې شي.

په همدې موخه د کابل ولایت د تولګټو ریاست لخوا د کابل ــ ننګرهار لویې لارې د بیا ترمیم چارې پیل شوې.د کابل ټولګټو ریاست په خپلې ماشینرۍ سره له کابل دروازې تر سروبي ولسوالۍ او له سروبي د لغمان تر دروازې پورې د سړک د ورانو شویو اوږو د جوړولو او پلونو د پاکولو چارې پیل کړي او دا مهال د یادې لویې لارې په ترمیم کار روان دی.

په ورته مهال د ټولګټو وزارت رهبري له ټولو هېوادوالو غواړي چې د سړکونو د څار، ساتنې او خوندیتوب په برخه کې خپل ملي مسوولیت ترسره کړي او پرېنږدي چې دغه ملي شتمني ته زیان ورسېږي.

.

2 months 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS