کاپیسا: د دانش – پل مغان سړک دریمه برخه هم په بشپړېدو ده

Anonymous (not verified)
Sat, Jul 10 2021 4:33 PM
کاپیسا: د دانش – پل مغان سړک دریمه برخه هم په بشپړېدو ده

د کاپیسا ولایت د دانش – پل مغان دریم لاټ سړک رغنیزې چارې به په نږدې راتلونکې کې بشپړې او ګټي اخیستنې ته به وسپارل شي.

دا سړک ۵.۴۵۱ کیلومتره اوږدوالی، ۶ متره پلنوالی، په بیلابیلو اندازو کې ۶۲ پایې پُلګوټي، ۵۵ متره مکعب استنادي دیوالونه او ۳۵۳۰ متره د سړک غاړې لښتي لري.

یاده پروژه د ټولګټو زارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره د څه باندې ۳۶ میلیونه افغانیو په ارزښت تړون شوې چې مالي لګښت یې د هیواد له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د دې سړک د رغنیز کار پرمهال د سیمې اوسېدونکو ته ګڼ کاري فرصتونه رامنځته شوي او د کار تر بشپړتیا وروسته به یې، د ډېرو کلیو اوسېدونکو ته ټرانسپورټي اسانتیاوې رامنځته شي.

د یادونې وړ ده چې د دانش – پل مغان سړک ټول ټال څه باندې ۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري او په دریو برخو ویشل شوی چې د لومړۍ برخې کار یې له وړاندې بشپړ شوی دویمه تر کار لاندې او دریمه برخه یې په بشپړېدو ده.

.

3 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS