د هیواد د لویو لارو او سړکونو د وضعیت څرنګوالی

Anonymous (not verified)
Sun, Feb 06 2022 12:28 PM
د هیواد د لویو لارو او سړکونو د وضعیت څرنګوالی

د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو د راپورنو په اساس د هیواد د لویو لارو او سړکونو وضعیت په لاندې ډول دی:

د سالنګ لویه لار: د واورې د اورښت او تېز باد له کبله دا لویه لار په لنډ مهاله توگه د ترافیکو د تگ راتگ پرمخ بنده شوې ده.

بامیان: په دې ولایت کې د واورې اورښت دوام لري، د حاجګک، دښت دیوالي – پنجاب بازار، آبقل کرمان او د ورس – قناق کوتلونو لارې بندې دي؛ خو نورې غځېدلي لارې بیا پرانیستې دي.

غور: د واورې اورښت دوام لري، او ډيری غځیدلي لارې یې د ترافیکو پرمخ بندې دي.

دایکنډي: د واورې اورښت دوام لري، د قناق کوتل – جوز بازار لار د ترافیکو پرمخ بنده شوي ده؛ خو نورې غځېدلي لارې بیا پرانیستې دي.

همدارنګه، په کابل، میدان وردګ، پروان، پنجشیر، بدخشان او بغلان ولایتونو کې د واورې اورښت دوام لري او په نورو ولایتونو کې بیا د واورې او یا باران اوریدلو احتمال شته، خو د یادو ولایتونو ټولي غځېدلي لارې تر دې مهاله د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستې دي.

.

2 years ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS