د لوړتناژ باروړنکو وسایطو د وزن د کنترول د لنډ مهاله طرحې په موخه ناسته ترسره شوه

Anonymous (not verified)
Mon, Feb 28 2022 10:31 AM
د لوړتناژ باروړنکو وسایطو د وزن د کنترول د لنډ مهاله طرحې په موخه ناسته ترسره شوه

په ټولگټو وزارت کې د لوړتناژ باروړنکو وسایطو د وزن د کنترول د لنډ مهاله طرحې په موخه ناسته ترسره شوه.

دا ناسته چې د ټولگټو وزارت د دفتر رئیس مفتي امیر عبدالله په مشري ترسره شوه، د دغه وزارت یو شمیر تخنیکي رئیسانو د مالیې او ترانسپورت وزارتونو او د کابل ښاروالۍ استازو په کې گډون کړی وو.

په دې ناسته کې د ټولگټو وزارت د دفتر رئيس محترم مفتي امیر عبدالله د خپلو خبرو پرمهال وویل: ټولگټو وزارت په ټول هیواد کې تر ۲۰۰۰۰ کیلومتره ډیر سړکونه رغولي دي؛ یاد سړکونه یوازې د بیت المال په پیسو نه، بلکې تر دې په لوړه بیه چې هغه د افغانستان د خلکو قربانۍ دي، رغول شوي دي؛ نو ځکه له شته سړکونو څخه ساتنه او څارنه اړینه او د ارزښت وړ ده.

هغه همدارنگه زیاته کړه: سړکونه چې ملي سرمایه ده، د افغانستان په خلکو پورې تړاو لري، خو له بده مرغه د لوړ تناژ باروړنکو وسایطو او په تیرو کلونو کې د نه پاملرنې له کبله شته سړکونه د د ویجاړیدلو له خطر سره مخ دي، له دې کبله یې ساتنه او څارنه زموږ ایماني او وجداني دنده ده.

ورسته د ټولگټو وزارت د ډیزاین بورډ رئيس محمدنور نعیمي، د لوړتناژ باروړنکو وسایطو د وزن د کنترول لنډ مهاله طرحه غونډې ته وړاندې کړه او ویي ویل: یاده طرحه به په نهو (۹) میاشتو کې تطبیق شي چې په پایله کې به یې د لوړ تناژ باروړنکو وسایط وزن کتنرول شي او هغه وسايط چې ډبل کاري شوې دي معیاري شي.

د ناستې په پای کې د گډونکونکو ادارو استازو خپل نظرونه شریک کړل؛ یاده طرحه به له بشپړیدلو ورسته د تائید په موخه عالي مقام ته واستول شي.

.

6 months 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS