د ټولګټو وزارت مالي او ادارې مرستیال د بادغیس ولایت له یو شمیر قومي مشرانو سره ولیدل

Anonymous (not verified)
Thu, Mar 10 2022 11:44 AM
د ټولګټو وزارت مالي او ادارې مرستیال د بادغیس ولایت له یو شمیر قومي مشرانو سره ولیدل

د ټولګټو وزارت مالي او ادارې مرستیال محترم ملا بخت الرحمن شرافت، د بادغیس ولایت له یو شمیر قومي مشرانو د دې وزارت د جلسو په تالار کې ولیدل.

په دې لیدنه کې له بادغیس ولایت څخه راغلو قومي مشرانو د ا.ا.ا، د بریا مبارکي وویله او د بادغیس ولایت یو محروم ولایت یاد کړ، چې په تیرو شلو کلونو کې ورته لازمه پاملرنه نه ده شوې او د ولسوالیو غځیدلي سړکونو یې خام دي.

یادو قومي مشرانو د افغانستان د حلقوي سړک د کار د بشپړولو او د دې سړک په اوږدو کې د خلکو د استملاک شویو ځمکو د پیسو د ورکړې غوښتنه یې وکړه، همدارنګه یې د ټولګټو وزارت له مالي او ادارې مرستیال څخه د بادغیس ولایت د خواجه سرخیان – شاخ بازار، بالامرغاب – مارچه سړک، د قلعه نو – جوند سړک، د جوند – تګاب عالم سړک، د غرماچ ولسوالۍ سړک او په آب کمري ولسوالۍ کې د یوه پایه پل د ترمیم او رغولو غوښتنه وکړه.

ورسته د ټولګټو وزارت مالي او ادارې مرستیال له بادغیس ولایت څخه راغلو سپینږیرو او قومي مشرانو ته ښه راغلاست وویل او په هیواد کې د اسلامي نظام ټینګښت یې د دوی د هڅو او قربانۍ پایله وبلله.

همدارنګه مالي او ادارې مرستیال وویل: د افغانستان د کړییز سړک د کار بشپړول د ټولګټو وزارت له لومړي توب څخه دی او په دې تړاو د اسیا پراختیایي بانک سره خبرې دوام لري، خو که یاد بانک یې له تمویلولو څخه ډډه وکړي موږ چمتو یو چې دا ملي پروژه له داخلي منابعو څخه تمویل او رغنیز کار یې بشپړ کړو هغه زیاته کړه، د دې ولایت سړکونه او پلونه د وزارت په پلان کې شامل دي، چې له مالي امکاناتو سره سم به یې کار پیل شي.

.

3 months 4 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS