د ټولګټو وزارت د تخنیکي او مسلکي بستونو ازموینې پیل شوې

ashraf_admin
Wed, Jul 27 2022 11:12 AM
د ټولګټو وزارت د تخنیکي او مسلکي بستونو ازموینې پیل شوې

 

د ټولګټو وزارت د تخنیکي او مسلکي بستونو ازموینه نن د چارو ادارې د معاون مولوي سیف الدین، د ټولګټو وزارت د تخنیکي معین مولوي عبدالکریم فاتح، د ادرې اصلاحاتو ادارې د سرپرست حافظ عبدالبصیر او د ا،ا،ا یو شمیر نورو چارواکو په حضور کې پیل شوه.

 دا پروګرام چې د قران عظیم شان په تلاوت سره پیل شو، د ټولګټو وزارت تخنیکي معین د یادې ازموینې له ترسره کونکو څخه مننه وکړه ویې ویل: د الله تعالی حکم دی چې امانت خپل اهل ته وسپارﺉ، وظیفه یو الهی امانت او مسؤولیت دی چې خپل اهل ته باید وسپارل شي.

تخنیکي معین وویل: ټولګټو وزارت د ټاکل شویو اهدافو او مقاصدو د تر لاسه کولو په موخه (١٤٢) فني او مسلکي د (انجنیري) مرکزي او ولایتي بستونه د ازادي سیالۍ له لارې اعلان کړي وه چې (٤٢٣٩) تنو د ازموینې د شمولیت فورمونه ډک کړي وه او له دې ډلي (٢٧٢٧) نفره شارټ لیست شول. 

هغه همدارنګه زیاته کړه، دا الیکترونکي ازموینه به په یوه پړاو کې تر سره شي او هغه ګډونکونکي چې لوړي نمرې تر لاسه کړي، بې له واسطې څخه به کامیاب شوي بست ته معرفي شي تر څو حق حقدار ته ورسیږي. تخنیکي معین وویل: دا پروګرام په دې موخه ترتیب شوی دی تر څو مسلکي کسان د ټولګټو وزارت په تخنیکي بستونو کې ځای پر ځای شي.


 هغه زیاته کړه، نن د ازموینې لومړۍ پړاو دی د الیکترونکي ازموینو د سیستم له لارې ترسره شو، چې له مهال ویش سره سم به د نورو بستونو ازموینې هم په راتلونکې کې واخیستل شي. 

 د یادونې وړ ده، چې په هیواد کې له تحول څخه ورسته دا لومړی ځل ده، چې د ملکي خدمتونو د بستونو ازموینه د الیکترونکي ازموینو د مرکز له لارې اخیستل کیږي. 
 
د پروګرام په جریان کې د ا،ا،ا ځینو چارواکو خبرې وکړې او د ازموینو د الیکترونکي مرکز له لارې د ملکي خدمتونو د بستونو د ازموینو د پیل په تړاو یې خوښي څرګنده کړه او له دغه پروګرام څخه یې حمایت اعلان کړ. 

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

.

3 months 4 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS