د هیواد د سړکونو او لویو لارو د عمومي وضعیت څرنګوالی

ashraf_admin
Mon, Aug 22 2022 12:49 PM
د هیواد د سړکونو او لویو لارو د عمومي وضعیت څرنګوالی

 

د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو د راپورونو له مخې، د هیواد د سړکونو  او لویو لارو عمومي وضعیت په لاندې ډول دی:

ميدان وردګ: د میدان وردګو ولایت اړوند د کابل ـ کندهار لویې لارې پلچکونو او د بهسود ولسوالۍ اوني کوتل مسیر د پاکولو او موقت ترمیم کار دوام لري، نورې ټولي لارې د تګ راتګ پرمخ خلاصي دي.

نورستان: په نورستان کې د ختیځ نورستان غځېدلی سړک د پاکولو او خلاصون کار جریان لري، پاته لارې د تګ راتګ پرمخ خلاصي دي.

زابل: په زابل کې د شینکۍ ولسوالۍ لار بنده ده، چې دا مهال یې د خلاصولو کار جریان لري، خو نورې ټولي لارې د تګ راتګ پرمخ پرانیستې دي.

خوست: د سختو اورښتونو له امله د اسمعیل خیلو او مندوزیو ولسوالیو لارې د تګ راتګ پرمخ بندې دي.

غزني: د غزني ولایت د ټولګټو ریاست لخوا د سړکونو ویجاړو برخو ته ګمبیونونه اچول شوې، نورې ټولي لارې یې د تګ راتګ پرمخ خلاصې دي.

لغمان: د مهترلام ـ علینکار سړک د سیلابونو له پاتې شونو څخه پاک کاري شو او نورې ټولي لارې د تک راتګ پرمخ پرانیستې دي،

 ننګرهار: د کوټ ولسوالۍ اړوند د اهنګرانو کلي سړک له رسوبي موادو څخه پاک کاري شو، د یاد وایت نورې ټولي لارې د تګ راتګ پرمخ پرانیستې دي.

د یادونې وړ ده، چې د هیواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم سیلابونو راغلي، خو تر دا مهاله د یادو ولایتونو ټولي غځېدلي لارې د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ خلاصې دي.

 

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

.

2 years 1 month ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS