په زابل ولایت کې د بسکي پل د ترمیم اوبیارغونې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي

ashraf_admin
Tue, Oct 11 2022 3:43 PM
په زابل ولایت کې د بسکي پل د ترمیم اوبیارغونې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي

د زابل ولایت اړوند د کابل – کندهار لویې لارې پر مسیر د بسکي پُل د ترمیم او بیارغونې  چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي.

دا پُل، چې ۲۴ متره اوږدوالی او څه باندې ۸ متره پلنوالی لري، د بیارغونې کار یې د یوه ترکي قراردادي شرکت لخوا پرمخ وړل کیږي، چې دا مهال یې چارې ۹۰ سلنه پرمخ وړل شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې، د زابل ولایت والي مرستیال محترم سلیمان آغا بهیر او د دغه ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي احمد احمدي د یاد پله د ترمیم او بیارغونې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه او د شرکت مسؤولینو ته یې د کار د غوره کیفیت او په ټاکلې مودې د بشپړېدو په تړاو لازمې لارښوونې وکړې.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

.

6 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS