د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:

media_admin
Wed, Feb 08 2023 12:31 PM
د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:


د سالنګ لویه لار: نن ورځ په سالنګونو کې هوا وريېځ ده او د ورځې په جریان کې د واورې د اورښت اټکل شوی، دا مهال په دغه لویه لاره مسافر وړونکي وسائط له دواړو لورو او باروړونکي موټر له جنوب څخه شمال لوري ته تګ کولای شي.

غور: په غور کې د واوري اورښت دوام لري او د دغه ولایت بندبکک، بندبایان او بندغوک مسیرونه د واوري او طوفان له امله د تګ راتګ پرمخ بند دي. 

همدارنګه په فراه کې د پرچمن ولسوالۍ لار او په سرپل کې د قم کوتل لار د واورو له امله بندې دي، خو د قم کوتل بدیله لار د تګ پرمخ پرانیستې. 
د یادونې وړ ده، چې د هیواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې د واورې د اورښت اټکل شوی، خو د یادو ولایتونو ټول نښلونکي سړکونه او لویې لارې تر دا مهاله خلاصې دي.

د ټولګټو وزارت ولایتي ریاستونه له قراردادي شرکتونو سره په همغږۍ د هیواد په بېلابېلو برخو کې له سړکونو او لارو څخه د واورو او اوبو د پاتي شونو او رسوبي موادو په پاکولو او پرانیست ساتلو بوخت دي. 

.

2 years ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS