په سالنګونو کې د ترافیکي پیښې له امله یو تن شهید او دوه نور ټپي شوي: 

media_admin
Wed, May 24 2023 9:42 AM
په سالنګونو کې د ترافیکي پیښې له امله یو تن شهید او دوه نور ټپي شوي: 

 

تېره شپه د جنوبي سالنګ په اولنګ سیمه کې د ډریور د بې احتیاطۍ له امله یو مسافر وړونکی موټر له ټیلر سره ټکر شوی، چې په دغه ترافیکي پیښه کې له بده مرغه یوه میرمن شهیده او دوتنه نارینه ټپي شوي.
له پيښې سره همهاله د سالنګونو د ساتنې او څارنې پرسونل سیمې ته ځان رسولی او ټپیان یې د تداوي په موخه نږدې روغتیایي مرکز ته لیږدولي دي. 

ټولګټو وزارت، له ټولو موټرو چلونکو څخه په ټینګه غواړي، چې له دا ډول پیښو څخه د مخنیوي په پار؛ د سالنګ په شمول د هیواد له ټولو لویو لارو څخه د تیرېدو پرمهال دې له پوره احتیاط څخه کار واخلي، ترافیکي قوانین مراعت او د مؤظفینو لارښوونې دې په پام کې ونیسي.

د یادونې وړ ده، نن ورځ په سالنګونو کې هوا وریېځ ده او یاده لویه لاره د ترافیکي وسایطو د تګ راتګ پرمخ پرانیستې ده، دا مهال مسافر وړونکي موټر له دواړو لورو او بار وړونکي موټر له شمال څخه جنوب لوري ته تګ کولی شي. 
 

.

6 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS