د ټولګټو وزارت سرپرست د کندهار ۔ اروزګان لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه:

ashraf_admin
Sat, Jun 10 2023 8:33 AM
د ټولګټو وزارت سرپرست د کندهار ۔ اروزګان لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه:

د ټولګټو وزارت سرپرست محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، چې یو تخنیکي ټیم یې ملتیا کوي؛ د کندهار ۔ اروزګان لویې لارې رغنیزې چارې وارزولې او د کار جریان څخه یې له نږدې لیدنه وکړه.

دغه راز؛ د ټولګټو وزارت سرپرست له پاج کوتل او د سرکاري باغ له پله څخه هم لیدنه وکړه، د یاد پل د ترمیم او د بار وړونکو موټرو پر وړاندې یې د ظرفیت لوړولو په موخه مسؤولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

د ټولګټو وزارت سرپرست محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د کندهار ۔ اروزکان لویې لارې رغنیز کار مثبت یاد کړ او د چارو د لا سمون او چټکتیا په موخه یې قراردادي شرکت او د پروژې څارونکي ټیم ته لازمې لارښوونې وکړې.

.

6 months 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS