د ټولګټو وزارت اداري او تخنیکي غونډه ترسره شوه

ashraf_admin
Sat, Jul 29 2023 1:52 PM
د ټولګټو وزارت اداري او تخنیکي غونډه ترسره شوه

د ټولګټو وزارت اداري او تخنیکي غونډه د دغه وزارت د سرپرست الحاج ملا محمد عیسی ثاني په مشرۍ، د سړکونو د ساتنې او څارنې معین الحاج معاون ملا عبدالجبار، د وزارت تخنیکي معین مولوي عبد الکریم فاتح او د یاد وزارت د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه. 
غونډه د قرآن عظیم الشان په څو مبارکو ایاتونو سره پیل شوه،  په دغه غونډه کې د ټولګټو وزارت سرپرست الحاج ملا محمدعیسی ثاني د خبرو پرمهال وویل، چې په ادارو کې دنده ترسره کول مسؤولیت او امانت ده، هغه همدارنګه د وزارت له ټولو کارکوونکو څخه وغوښتل چې اړوند دندې په پوره صداقت او په ټاکلي وخت سره ترسره کړي.
د ټولګټو وزارت سرپرست د ځینو لویو لارو د رغنیزو چارو یادونه وکړه، او اړونده رئیسانو ته یې لارښوونه وکړه، ترڅو له یو بل سره همکاري وکړي او تر کارلاندې پروژو څخه دې په جدي توګه نظارت او څارنه وکړي.

دغه راز د سالنګونو لويې لارې د رغنیزو چارو، د کابل - کندهار لويې لارې کاري بهير او همداراز د لويو لارو په مسيرونو کې چې د مسجدونو جوړولو په هکله پلاوی ټاکل شوی و، اړوند ګزارشونه د غونډې په لړ کې وړاندې کړل.

د غونډې په دوام د وزارت رئیسانو د تلو د ودانیو رغولو، قرادادونو او د اجناسو اخیستلو، مالي، بشري سرچينو، تدارکاتي موضوعاتو، همکارۍ او همغږۍ اړوند بحث او نظریات تبادله کړل.
د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

.

2 years ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS