ټولګټو وزارت د غزني - مقر سړک د کار د چټکتیا په موخه یو تخنيکي پلاوی ټاکلی

ashraf_admin
Wed, Aug 02 2023 9:59 AM
ټولګټو وزارت د غزني - مقر سړک د کار د چټکتیا په موخه یو تخنيکي پلاوی ټاکلی

د ټولګټو وزارت د سرپرست محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په لارښوونه د دغه وزارت تخنیکي رئیسانو هر یوه:

د سړکونو د ساتنې او څارنې رئیس انجنیر عبدالواسع صابري، د لابراتوارونو رئیس انجنير پادشاه قيامي او د پروژو د تضمين کیفیت رئیس انجنير ذبيح الله نادري، غزني ولايت ته سفر وکړ او د کابل - کندهار لویې لارې اړوند د غزني - مقر سړک پروژې د ترميم او بیا رغونې کار څخه یې له نیږدې لیدنه او څارنه وکړه.

یاد تخنيکي پلاوې د سفر موخه؛ د غزني ۔ مقر پروژې څخه څارنه، د کار چټکتيا، د تخنيکي ستونزو حل، د خلکو د ستونزو حلول، د سړک په بېلابېلو برخو، په ځانګړي توګه د سړک په فرش، پلونو پولګوټو او بدیلو لارو باندې د عملي کار پیلول دي.

د يادونې وړ ده، چې د کابل - کندهار لويې لارې اړوند د غزني - مقر سړک، ۹۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د غزني ولايت دوه سړکه څخه پیل تر مقر ولسوالۍ پورې غځېږي، چې ۴ پايې پلونه، ۱۸۰ پايې پلګوټي او لسګونه معبرونه هم پکې شامل دي.

.

6 months 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS