د سالنګونو لویې لارې د تړل کېدو په اړه د ټولګټو وزارت اعلامیه!

ashraf_admin
Wed, Aug 30 2023 4:21 PM
د سالنګونو لویې لارې د تړل کېدو په اړه د ټولګټو وزارت اعلامیه!

د صفر المظفر۱۳مه، ۱۴۴۵

ټولګټو وزارت، د سالنګونو لویې لارې د ۸۰ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم او بیارغونې کار پيل کړی، چې دا مهال یې کار عملاً جریان لري.

ټولګټو وزارت، ټولو درنو هېوادولو ته خبر ورکوي، چې د سالنګونو لویې لارې د تونل په دننه برخه کې د کانکریټ اچونې او د پروژې د غوره تطبیق په موخه؛ دغه لویه لار د یک شنبې په ورځ (۱۴۰۲هـ ش کال د سنبلې په ۱۹)، چې د ۱۴۴۵ هـ ق کال د صفرالمظفر له ۲۴ نیټې سره سمون لري، د تونل د کانکریټ اچونې کار تر بشپړېدو پورې د هر ډول ترافیکي وسایطو د تګ راتګ پرمخ تړل کېږي.

په همدې اساس ټولګټو وزارت، له ټولو درنو هېوادوالو، ملي سوداګرو او موټر چلونکو څخه غوښتنه کوي، چې  د (۱۱) ورځو په لړ کې دې اړوند اړتیاوې پوره کړي.

همدارنګه؛ دا وزارت له خلکو او د یادې لویې لارې له مسافرو څخه د حوصلمندۍ غوښتنه کوي.

.

2 years 2 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS