د سړکونو د ساتنې او څارنې معین جنوب غربي ولایتونو ته د سفر په لړ کې هرات ولایت ته ورسېد

media_admin
Sat, Sep 23 2023 10:13 AM
د سړکونو د ساتنې او څارنې معین جنوب غربي ولایتونو ته د سفر په لړ کې هرات ولایت ته ورسېد

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، چې یو تخنیکي ټیم یې ملتیا کوي جنوب غربي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې هرات ولایت ته ورسېد. د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، د کابل – کندهار لویې لارې په اوږدو کې د ټولګټو وزارت له بېلابېلو تر کار لاندې حفظ او مراقبتي پروژو څخه د لیدنې ترڅنګ په یادو ولایتونو کې له شته ماشینري او کمپونو څخه لیدنه وکړه، هغه همدارنګه په یادو ولایتونو کې د پروژو د تطبیق څرنګوالی، د ټولګټو ریاستونو اړوند د روان او تېر کال تر کار لاندې او بشپړي شویو پروژو اړوند اسناد چک او وارزول. هغه همدارنګه هرات ولایت ته په رسېدو سره د کمر کلاغ کرش پلانټ فابریکې، د ټولګټو ریاست اړوند ورکشاپ او له ماهي فروشان پل څخه لیدني وکړې او همدارنګه یې د هرات ولایت د ټولګټو ریاست له فني او مسلکي کارکوونکو سره هم ولېدل او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل. د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې محترم معین صاحب؛ د ستونزو د هوارولو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د وطن ابادي او د نظام ملاتړ زموږ او ستاسو هڅو او رښتنې کوښښ ته اړتیا لري، هغه د یاد ریاست کارکوونکي اړوند دندو ته متوجه کړل او لارښوونه یې وکړه، چې ورسپارل شوې دندې په پوره صداقت او ایماندري سره ترسره کړي.

.

11 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS