په دایکنډي کې د څه باندې ۴ کیلومتره سړک د ترمیم او پراخولو کار دوام لري

media_admin
Thu, Sep 28 2023 9:15 AM
په دایکنډي کې د څه باندې ۴ کیلومتره سړک د ترمیم او پراخولو کار دوام لري

د ټولګټو وزارت له لوري په دایکنډي ولایت کې ۴.۲۷۱ کیلومتره سړک د احداث، ترمیم او پراخولو کار جریان لري. یاد سړک، چې د ۷ پایو پُلګوټو د ترمیم کار هم په کې شامل دی، د یاد ولایت د مرکز نیلي اړوند له آب چکه سیمې څخه پیل او د ګیزاب ولسوالۍ تر مرز پورې رسیږي، چې د ترمیم او پراخولو کار یې د ټولګټو وزارت له لوري له یو خصوصي ودانیز شرکت سره د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوی دی، چې لګښت یې د دغه وزارت له بودیجې څخه ورکول کېږي. د دغه سړک د کار په جریان کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوي، چې له بشپړېدو سره به یې د ګیزاب ولسوالۍ د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې او د پخوا په پرتله به په اساني سره مرکز نیلي ښار ته تګ راتګ وکړي.

.

1 year ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS