د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د سالنګونو لویې لارې د کار له جریان څخه لیدنه وکړه

media_admin
Sun, Oct 01 2023 1:33 PM
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د سالنګونو لویې لارې د کار له جریان څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسي ثاني، تېره ورځ سالنګونو ته سفر وکړ او د یادې پروژې له کاري بهیر څخه یې لېدنه وکړه.
د ټولګټو وزارت له لوري، د یادې لویې د ۸۰ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم او بیارغونې کار له دوو بېلابېلو ساختماني او سړک جوړونې شرکتونو سره قرارداد شوی دی، چې دا مهال د تونل په دننه برخه او ۱۶ ګالرۍ کې عملاً کار جریان لري، چې د تونل د کېندنې کار په چټکۍ سره روان او د بشپړېدو په حال کې ده او د لومړۍ طبقې (فلترلیر) کانکریټ اچونه او د زهکشۍ سیستم کار یې هم د یو کیلومتره په اوږدوالي سره بشپړ شوی دی او د دویمې طبقې ( CTB) کار د شمال لخوا پیل او جریان لري.
همدارنګه د ۱۶ ګالرۍ د کېندنې کار سل سلنه بشپړ او د لومړۍ طبقې (فلترلیر) کار یې ۸۰ سلنه بشپړ دی او د دویمې طبقې د (سي ټي بي) کار هم پیل او دوام لري.
په ورته مهال کې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر، د سالنګونو لویې لارې په اودږدو کې د دریندي او شکارګاه پُلونو د ترمیم له چارو څخه هم لیدنه وکړه، یاد پُلونه د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د دغه وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره قرارداد شوې دي. 
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر، د سفر موخه؛ په سالنګونو کې له اړوند تخنیکي مسؤولینو او قراردادي شرکتونو سره په همغږي او د هوا له سړېدو سره همهاله د تونل په دننه برخو او ۱۶ ګالرۍ کې د دری واړه کانکریټي او اسفالتي طبقو د کار پر دوام بحث وشو، چې څارونکي تخنیکي ټیم ته د کار د غوره کیفیت او قراردادي شرکتونو ته د چټکتیا په هکله لازمې لارښوونې وشوې. 

د یادونې وړ ده، چې د تونل او ۱۶مې ګالرۍ په دننه برخو کې درې طبقې کانکریټ او یوه طبقه اسفالت په پام کې نیول شوې دي، چې لومړۍ دری طبقې (فلترلیر ۴۲ سانتي متره، سي ټي بي ۱۵ سانتي متره، سیخ لرونکی کانکريټ ۲۸.۵ سانتي متره) کانکریټ او ورستي هغه یې اسفالټي طبقه ده، چې د کانکریټ ټولیز ضخامت ۸۵.۵ ساتني مترو ته رسېږي. او په ورستۍ طبقه یې اسفالټ اچول کېږي. 

.

1 week 5 days ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS