د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د شاه ولي کوټ – ترینکوټ عمومي سړک او کندهار - هرات لويې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

media_admin
Mon, Nov 20 2023 12:34 PM
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د شاه ولي کوټ – ترینکوټ عمومي سړک او کندهار - هرات لويې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د شاه ولي کوټ – ترینکوټ عمومي سړک او کندهار - هرات لويې لارې له رغنیزو چارو څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه چې د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي عبدالهادي یعقوب او د لویدېځ زون د پروژو مسئول محترم انجنیر شیرحسن خوشیوال هم شتون درلود.

د شاه ولي کوټ – ترینکوټ عمومي سړک چې ۴۵ کیلومتره اوږدوالی لري او د ۵۲ پایو پلګوټو د ترمیم کار هم پکې شامل دی د کندهار ولایت د ټولګټو ریاست د شته پرسونل او ماشینرۍ څخه په ګټه اخیستنې ترمیم او بیارغول کیږي چې مالي لګښت یې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له دفتر څخه ورکول کیږي.

همدارنګه د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د کندهار – هرات لويې لارې اړوند د باغ پل – لشکرګاه دوراهي سړک له کاري بهیر څخه هم لیدنه وکړه او د پروژې فني او تخنیکي ټیمونو ته یې دنده ورکړه چې د یاد سړک له کاري بهیر څخه جدي څارنه او پاملرنه وکړي تر څو په خپل وخت د يادې پروژې چارې بشپړ ې او د خلکو ترانسپورتي ستونزي هوارې شي.

دغه سړک چې ۷۸ کیلو متره اوږدوالی لري د کندهار ولایت له باغ پل څخه پیل د یاد ولایت له ژېړۍ او میوند ولسوالیو څخه په تیرېدو تر هلمند دوراهي پورې رسیږي د یاد سړک په اوږدو کې د یو شمېر پلګوټو او واشونو رغول هم شامل دي چې د ترمیم او بیا رغونې چارې یې د ټولګټو وزرات او خصوصي شرکت ترمنځ د معدن په بدل کې قرارداد شوي دي.

د ‌دغو پروژو په تطبيق سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او خلک به په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي. 
 

.

11 months 4 weeks ago

.

Latest news

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS