ټولګټو وزارت د هېواد د يو شمېر لويو لارو، سړکونو، پلونو او پُلګوټو د تخریب شویو برخو د ترمیم کار پیل کړی دی

media_admin
Mon, May 27 2024 8:56 AM
ټولګټو وزارت د هېواد د يو شمېر لويو لارو، سړکونو، پلونو او پُلګوټو د تخریب شویو برخو د ترمیم کار پیل کړی دی

ټولګټو وزارت د هېواد په بیلا بیلو ولایتونو کې د يو شمېر لويو لارو، سړکونو، پلونو او پُلګوټو د تخریب شویو برخو د ترمیم او هموار کارۍ کار پیل کړی دی.
د ټولګټو وزارت له لوري د تېرو ورځو د اورښتونو او سېلابونو له امله د هېواد د یو شمېر سړکونو له سطحې څخه د سېلابي موادو د پاکولو تر څنګ د ځینو سړکونو، پلګوټو او پلونو د تخریب شویو برخو د ترمیم کار پیل او دا مهال جریان لري.
د لوګر ولايت اړوند د لوګر – ګردیز لویې لاره د تېرې کوتل په سیمه کې د سړک غاړو(شولډرونو) د تخریب شویو برخو ترمیم او داغګیري، په بغلان ولایت کې د دهنه غوري ولسوالۍ مسیرڅخه د رسوبي موادو پاک کاري، په پکتیکا ولایت د سرحوضې – ارګون مسیر د سړک د غاړو او پلګوټو څخه د سېلابي موادو پاک کاري، د کندز ولایت اړوند د امام صاحب ولسوالۍ پرمسیر د بیشکپه په سیمه کې د یو پایه تخریب شوي پلګوټي ترمیم او بیا رغونه او د پکتیا ولایت اړوند د ګردیز – غزني سړک د تخریب شویو برخو پُلګوټو د ترمیم او هموار کاري، د اړوندو ولایتي ریاستونو د شته پرسونل او ماشینرۍ پر مټ پیل شوې ده چې په چټکۍ سره سې کار جریان لري.

ټولګټو وزارت تل هڅه کوي چې د لویو لارو او سړکونو په ترمیم، رغونه او بیا رغونې سره درنو هیواد والو ته بشپړې ترانسپورتي آسانتیاوي رامنځ ته کړي.

.

6 months 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS