د ټولګټو وزارت لخوا د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې دویم فاز ساختماني چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې

media_admin
Tue, May 28 2024 2:11 PM
د ټولګټو وزارت لخوا د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې دویم فاز ساختماني چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې

د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې دویم فاز ساختماني چارې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال محترم مولوي بخت الرحمن شرافت، د هرات ولایت د والي محترم شیخ مولانا اسلام جار، د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال الحاج مهاجر فراهي او یو شمېرنورو سیمه ییزو مسئولینو په شتون کې پیل شوې.
ښاغلي شرافت د يادې پروژې د پرانیست غونډې پرمهال وويل: «اسلامي امارت هڅه کوي، چې افغانستان د سيمه ييزو او نړيوالو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزې څلور‌لارې بدل کړي.»
نوموړي زياته کړه، چې سيمه ييز هېوادونه باید په افغانستان کې د پانګونې له موجوده فرصتونو څخه ګټه واخلي او د تجارتي اړیکو د ټینګښت او پراختيا لپاره لا زیاتې هلې ځلې وکړي.
دغه پروژه د ۴۷.۳ کیلو متره په اوږدوالي سره د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ د رباط پریان له سیمې څخه پیل د یاد ولایت تر هوایي ډګر پورې رسیږي، چې په بشپړېدو سره به يې د هرات صنعتي ښارګوټی هم د ايران له لارې له اروپايي هېوادونو سره وصل شي.

د هرات - خواف د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې دوهمه برخه د دې مسير وروستی فاز دی، چې د رغونې تړون يې د ګاما نړيوال ساختماني شرکت سره د ۵۳ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د روان ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د حمل په ۹مه نېټه لاسلیک شوی وو.

د خواف-هرات ريل پټلۍ مسير ټولټال څلور برخې لري، چې دوې برخې یې ۷۳ کیلومتره په ایران هيواد او ۱۵۲ کیلومتره یې په افغانستان کې غځېدلي دي.

د یادونې وړده، چې د هرات - خواف اوسپنې پټلۍ پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره وصل شي او د سودا ګریزو توکو د لېږد رالېږد بیې د کمښت او چټکتیا تر څنګ به په یاده پروژه کې سلګونه هېوادوال په کار بوخت شي؛ دغه رازبه د ریل پټلۍ په واسطه د نړۍ هېوادونو ته د ځمکې له لارې د مسافرینو د تګ راتګ زمینه برابره شي. 
 

.

3 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS