په تېره اونۍ کې د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۸۷۳۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

media_admin
Mon, Jun 10 2024 9:28 AM
په تېره اونۍ کې د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۸۷۳۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د جوزا  له ۱۱مې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۸۷۳۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې (۵۳۳۸۱) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۷۷۹۵) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۷۵۵۹) ټنه، چې ټولټال (۶۸۷۳۵) ټنه نفتي، غیر نفتي ، معدنې ډبرې او نور مواد پکې شامل دي، هېواد ته وارد او صادر  شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اونۍ کې (۴۴۱۳) مټریک ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه يې وچه مېوه، د آنارو جوس او معدني ډبرې دي.
درنو تجارانو! که غواړئ خپل سوداګريز توکي په خوندي، آرزانه او چټکه توګه د ريل پټلۍ له لارې انتقال کړئ، نو همدا اوس په مرکز کابل او ولايتونو کې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت له آړوند مسوولينو سره په آړيکه کې شئ.
•             کابل: 0202320933
•             بلخ: 0792008090
•             هرات: 0793500545
•             فارياب: 0794050003
د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.
 

.

6 months 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS