د حيرتان-مزارشريف مسير ترميماتي قرارداد وغځول شو

media_admin
Sat, Jul 06 2024 9:01 AM
د حيرتان-مزارشريف مسير ترميماتي قرارداد وغځول شو

د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معينيت او ازبکستان د ريل پټلۍ ادارې ترمنخ د حيرتان-مزارشريف مسير د ترميماتي چارو تړون د شپږ مياشتو لپاره وغځېد.
د ياد مسير قرارداد چې ټاکلې نېټه يې پای ته رسېدلې وه، خو د ځينو سټيشنونو ترميماتي چارې لا پاتې وې، چې په همدې موخه بياځلي وغځول شو.
د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم الحاج ملا بخت الرحمن شرافت د ټولګټو د وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني د هدايت په اساس، د سرطان په ۱۳مه حيرتان بندر ته سفر وکړ. 
نوموړي د خپل کاري سفر پرمهال د ازبکستان هيواد د ريل پټلۍ ادارې د رئيس په مشرۍ له راغلي پلاوي سره د کتنې په ترڅ کې پر دوه اړخيزه ريلي همکاريو او يوشمېر نورو مهمو مسايلو خبرې وکړې.
د ازبکستان هيواد راغلي پلاوي ډاډ ورکړ، چې د حيرتان-مزارشريف په مسير کې د نايب آباد سټيشن چارې بشپړې شوي او په نږدې راتلونکې کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي، چې په دې سره به ريلي انتقالات او سوداګريز توکي د مزار شريف تر ښار پورې ورسيږي.
ازبکستاني پلاوي ژمنه وکړه، چې هیواد يې چمتو دی، چې د ريل پټلۍ د تخنيکي او مسلکي ظرفيت لوړولو او روزنې په موخه د اوسپنيزې کرښې معينيت اړوند کارمندانو ته نوي بورسونه ورکړي، ترڅو له دې لارې دوی ښه مسلکي شي.  
همداراز ياد پلاوي وويل په پام کې لري، چې د ازبکستان او عربي متحده اماراتو ګډ تخنيکي ټيمونه په نږدې راتلونکې کې د افغان-ټرانس ريلي پروژې د لومړنۍ تخنيکي سروې چارې پيل کړي.
د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال ازبکستان د افغانستان يو مهم او اغېزمن ريلي همکار وباله او ويې ويل، چې افغان-ټرانس ريلي پروژه چې يوه سيمه ييزه اتصالي پروژه ده، د افغانستان اسلامي امارت او ټولګټو وزارت ته په لوړه کچه لومړيتوب لري.
په کتنه کې دواړه لوريو افغانستان د ريل پټلۍ له لارې د منځنۍ او جنوبي اسيا سره په نښلولو هم ټينګار وکړ.

.

3 months 4 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS