د تورغونډۍ بندر د توسعې او پراختيا چارې د ۴۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ازرښت پيل شوې

media_admin
Thu, Sep 12 2024 8:29 AM
د تورغونډۍ بندر د توسعې او پراختيا چارې د ۴۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ازرښت پيل شوې

د افغانستان او ترکمنستان هيوادونو د ګډو اقتصادي پروژو د پرانيستې په درشل کې د ا.ا.ا رئيس الوزراء محترم ملا محمد حسن اخند ترکمنستان هيواد ته سفر وکړ، چې په لړ کې يې د تورغونډۍ بندر د توسعې او پراختيا پروژې چارې د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې د مرستيال محترم الحاج ملا بخت الرحمن شرافت او د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د رئيس لخوا پرانيستل شوې.

د يادې پروژې له لارې به د افغانستان د ريلي کرښې ملي شبکه د پاکستان او ترکمنستان هيوادونو د اوسپنې پټلۍ له شبکې سره نښلول کيږي.

د تورغونډۍ بندر د پراختيا اړوند دغه دوې پروژې ټولټال د شاوخوا ۴۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت پلي کيږي، چې لومړۍ پروژه د ياد بندر په مسير کې له هرات څخه تر صنوبر پورې د ۲۲ کيلومتره اوسپنيزې کرښې جوړول او دوهمه پروژه په ياد مسير کې د تخليې او بارګيرۍ لپاره د هنګرونو او تاسيساتو اعمارول او فرعي اوسپنيزې کرښې جوړول دي.

په ټوله کې د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړي ډول ټولګټو وزارت موخه دا ده، چې ياد بندر د نړۍ د نورو پرمختللو او عصري ريلي بندرونو په څېر په معيارونو سمبال او د تجارانو د غوښتنو مطابق پراختيا ورکړي، ترڅو له دې لارې تجارانو ته بشپړې اسانتياوې رامنځته شي؛ انتقالات زيات شي او په دې توګه تجاران متوجه او راجذب شي.

د تورغونډۍ بندر اړوند دا ستره پروژه د افغانستان د لاجورد لارې يوه برخه ده، چې د هيواد پر تجارتي او اقتصادي برخو مثبت اغېز کولای شي.

تورغونډۍ بندر، چې په ۱۳۴۸ هـ.ش. کال کې تاسيس شوی دی؛ د هيواد یو له خورا مهمو او اساسي ريلي بندرونو څخه دی، چې د افغانستان، مرکزي او جنوبي آسيا، عربي نړۍ او آن اروپايي هيوادونو ترمنځ د تجارتي اړيکو د پراختيا محور ګڼل کيږي.

د يادونې وړ ده، چې د ياد بندر د پراختيا اړوند د يادو دوو پروژو تړونونه ترکمنستان هيواد ته د افغانستان د ګډ اقتصادي پلاوي د وروستي سفر په ترڅ کې لاسليک شوي وو.
 

.

2 years ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS